په هلمند ولایت کې دولتي سرچینې وايي، د دې ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د طالبانو لس غړي د زهري موادو له خوړلو وروسته مړه شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه لس تنه وسله وال طالبان تېره شپه د ناپېژاندو کسانو له خوا د ناوه ولسوالۍ په سرخودز سيمه کې په خپله امنيتي پوسته کې په خوراکي توکو مسموم شوي دي.