د امریکا د کانګریس د ګواښونو په ځواب کې چې د افغانستان پر وړاندې د بندیزونو او سختو اقداماتو د زیاتولو لپاره د طالبانو ویاند ویلي چې د فشارونو وخت تېر شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د استازو جرګې د غړي مایکل مک کال د لیک او پر افغانستان د بندیزونو د زیاتولو غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي: «د فشارونو د لګولو وخت تېر شوی او دا ډول خبرې مثبتې پایلې به ونه لري.”