د افغانستان د تېر حکومت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د هدفي وژنو دوام د بشري حقونو د سرغړونو زیاتوالی او د زغم وړ نه دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه کمېسیون د سې شنبې په ورځ د حوت په ۱۳مه په یوه خبرپاڼه کې د سمنګان په دره صوف دره کې د یوه ډاکټر نجم الدین سحرابي د وژل کېدو او په بامیان ولایت کې د درېیو ځوانانو د ډزو په غبرګون کې دغه څرګندونې کړې دي.