د ملګرو ملتونو عمومي منشي په نړۍ کې د فقر او لوږې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دوشنبې په ورځ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ۵۲مې غونډې په لومړۍ وینا کې زیاته کړه: د نړۍ نیمایي نفوس په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د هوا خراب شرایط لري. دا هغه ځایونه دي چې په چټکۍ سره د اقلیمي ناورین سیمې بدلیږي، او سیلابونه او وچکالۍ د 15٪ ډیر خلک د مړینې لامل شوي.