تاریخ انتشار: 24 دلو 1401 - 2 سال پیش
موضوع:‌ خبرونه
شماره: 3042

د اروپايي ټولنې استازی: هند په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو اندېښمن دی

د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى توماس نيکلاسن وايي، نوي ډيلي ته يې د خپل سفر په ترڅ کې د هند د بهرنۍ او امنيتي پاليسۍ له مسوولينو، د افغانستان له ډيپلوماتانو او د سيمې له هېوادونو سره خبرې کړې دي.