تاریخ انتشار: 23 دلو 1401 - 2 سال پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 3012

دوستم: ازبکستان او تاجکستان دې د مقاومت ځواکونو ته د پخواني پوځ چورلکې ورکړي

د افغانستان د ملي حرکت ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم وايي، ازبکستان او تاجکستان باید د افغانستان د پخواني حکومت چورلکې د مقاومت ځواکونو ته ورکړي، څو دغه چورلکې په ولایتونو کې د مقاومت د ځواکونو له خوا وکارول شي.