د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پرون په نیویارک کې د دې سازمان په عمومي غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کیږي او افغان نجونې او ښځې دا مهال په خپله خاوره کې د جلاوطنۍ ژوند کوي.