تاریخ انتشار: 11 دلو 1401 - 2 سال پیش
موضوع:‌ خبرونه
شماره: 2760

د پېښور د چاودنې په اړه تازه خبرونه؛ د وژل شویو شمېر ۶۱ ته ورسېد/ پاکستاني طالبانو د برید مسوولیت منلی دی

د وروستیو راپورونو له مخې د پاکستان د پېښور ښار په یوه جومات کې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۶۱ تنو ته لوړ شوی او ۱۵۷ نور ټپیان شوي دي، چې د دغه برید مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی دی.