د بشري حقونو یوه سازمان په دې وروستیو کې اعلان کړی چې طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته لږ تر لږه ۱۹۷۶ کسان په "غیر قانوني او خپلسري" نیولي دي.
د معمار پرس د خبري اژانس د راپور له مخې د “مدارا” په نوم د بشري حقونو یوې موسسې نن دوشنبه د دلو دریمه د یوه ځانګړي راپور په خپرولو سره اعلان کړه چې طالبانو په تېرو ۱۵ میاشتو کې په ۲۹ ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۹۷۶ کسان په «غیر قانوني او خپلسري ډول» نیولي او بندیان کړي دي.