د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جهاد ارگینای سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تېره شپه (جدي ۲۴) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي ارگینای د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د شوې چاودنې په اړه مولوي امیرخان متقي ته خپله خواخوږي څرګنده کړه.