کابل ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند د ده افغانانو درې لارې ښکلا چارې د د غه ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري پیل شوې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ نوموړي په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې وویل چې، د ښار په دې مرکزي برخه کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د یوه خصوصي شرکت په مرسته د ښکلا یو سمبول جوړیږي.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، په دې درې لارې کې به د ۸ مترو په لوړوالي د ښکلا یو سمبول په بنسټیزه توګه د شاوخوا دوو میلیونو افغانیو په لګښت تر راتلونکې یوې میاشتې پورې جوړ شي.
د یاد سمبول په شاخوا کې زرغونه سیمه، د اوبو فوارې، د ښکلا څراغونه، زینتي بوټي او د کټارو او جدولونو نصبول په پام کې نیول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ له لوري د پلازمېنې کابل ښار د يو شمېر څلور لارو د ښکلا چارې دوام لري.