د جلال اباد ښاروالۍ مسولين وايي، چې د جلال آباد ښار اړوند د شپږمې ناحیې په غرفو بازار اووم ګذر کې د ۲ غټو پلونو، ۱۱ پُلګوټو، ۵۰۰ متره ویالې او ۲۵۰ متره سړک د رغولو چارې پیل شوې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دغه پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د جلال آباد ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید د دغه پروژې په پیل خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې اوس له ولس څخه راټولېدونکي عواید په شفاف ډول بېرته همدغه ولسونو ته په بېلابېلو برخو کې په مصرف رسېږي، چې دا پروژه یې ښه بېلګه ده.
ورته مهال د دغه ولایت د سکتوري چارو رئیس مولوي انجنیر عبیدالله شیرزاد وویل، چې په دغه پروژه باندې ٩.٩ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول د ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پروژې چارې به د ٦ میاشتو په موده کې بشپړې شي.