پخوانی ولسمشر حامد کرزی څو اروپايي او اسیايي هېوادونو ته له خپل څو ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ پخوانی ولسمشر حامد کرزی له خپل ۱۷ ورځني بهرني سفر وروسته کابل ته راستون شو او په متحده عربي اماراتو، جرمني او ترکیې کې یې د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر سیاسي او جهادي شخصیتونو او چارواکو سره وکتل.