د لاريون کوونکو له ډلې څخه سرچينې وايي چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ پنځه لاريون کوونکي نجونې او درې خبريالان نيولي او له ځانه سره وړي دي. د طالبانو د سرچینو په وینا، دوی د ښځو مظاهرې ګډوډې کړې او یو شمېر مظاهره کوونکي یې وهلي ډبولي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه لاريون کوونکي د پنجشنبې په ورځ د جدي په لومړۍ نېټه د سهار په لسو بجو د طالبانو له خوا په وحشيانه ډول ونيول شول. دغو ښځو کابل پوهنتون ته څېرمه د نجونو پر زده کړو د بندیز پر ضد مظاهره وکړه.