په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي وویل: مسکو لا دمخه د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو اصلي پریکړه کړې او قانوني کړنلارې یې روانې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو له مشورتي غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چی “د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له فدرالي امنیتي ادارې او د دغه هېواد له یو شمېر نورو ادارو سره په ګډه د روسیې د تروریستانو له لېست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو لپاره بشپړ قانوني اقدامات کوي.” هغه ټینګار وکړ، که څه هم دا پرېکړه نهايي کېږي، خو باید له قانوني لارو تېر شي.