د افغانستان پخواني ولسمشر په افغانستان کې د زده کړو د اسانتیاوو په برابرولو کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له نړیوالې ټولنې او بنسټونو وغوښتل چې د پوهنې ملاتړ وکړي چی په افغانستان کې د افغان ځوانانو لپاره د زده کړې د اسانتیاوو په برابرولو او د هغوی لپاره د سکالرشیپونو په برابرولو کې همکاري. کرزي د ښوونکي د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې له طالبانو وغوښتل چې د بهرنیانو له لاسوهنې د افغانستان د خلاصون په موخه دې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي. طالب چارواکو ژمنه کړې، چې د مناسب تعلیمي چاپېریال په برابرولو سره به په هېواد کې د نجونو او ښځو د زده کړو زمینه برابره کړي.