په کابل کې عامه سرچینو په دغه ښار کې د پرله پسې چاودنو خبر ورکړی. د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، د کابل ښار په "ارزان قیمت" سیمه کې لږ تر لږه د دریو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ ویل کیږي چې د کابل ښار د بتخاک په چاودنه کې شاید د امریکايي بې پیلوټه ډرونو لخوا هوايي برید شوی وي.
د کابل ښار په “ارزان قیمت” سیمه کې ځایي خلک وايي، چې چاودنه د دې سیمې د ۱۴ او ۱۵ بلاکونو سره نږدې شوې ده.
طالب چارواکو د دې پېښې، د چاودنې د څرنګوالي او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي