د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په تېر یوه کال کې څه باندې نهه میلیونه بهرنیو او کورنیو سیلانیانو د هېواد له لرغونو او تفریحي سیمو لیدنه کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو نن سه شنبه (۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې ۲۷ مه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې په تېر کال کې څه دپاسه نهه مليونه بهرنيو او کورنيو سيلانيانو د دغه هېواد له لرغونو او تفريحي سيمو څخه ليدنه کړې ده. د دغو چارواکو په وینا، په تېر یوه کال کې ۹ زره بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې او په همدې موده کې د دغه وزارت له خوا ۹ میلیونه کورني ګرځندویان ثبت شوي دي.