تاشکند په جرمني کې د مسلکي ازبک کارګرانو د منلو او د افغان مهاجرو د ویستلو موافقه اعلان کړه.
د معمار پرس د خبر له مخې، د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، جرمني او ازبکستان له ازبکستان څخه د مسلکي کارګرو د منلو او له جرمني څخه هغه هېواد ته د افغان کډوالو د لېږلو تړون لاسلیک کړی دی. د جرمني صدراعظم اولاف شولتز، چې ازبکستان ته تللی، وویل: «موږ د جرمني د اقتصادي ودې لپاره د تکړه کارکونکو مهاجرینو ته اړتیا لرو.»