د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت نورو هېوادونو ته د کارګرانو د لېږلو لپاره د دغه وزارت له هڅو څخه خبر ورکوي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، هڅه کوي له یو شمېر هېوادونو سره د باور فضا رامنځته کړي، څو وړ کسان هغو هېوادونو ته ور وپېژندل شي چې کارګران ومني. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست عبدالمنان عمري د ٢٣ خصوصي استخدام شرکتونو له مسوولينو سره په کتنه کې هغو هېوادونو ته د مسلکي او نيمه مسلکي افغان کارګرانو د لېږلو په اړه خبرې وکړې چې استخدام کوي. په دې کتنه کې عمري وويل چې قطر او روسيې ته يې د سفرونو په ترڅ کې د افغان کارګرانو د لېږلو په اړه د دغو هېوادونو له چارواکو سره تفاهم ته رسېدلي دي.