د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر په کابل کې له یو شمېر ایراني پانګوالو سره کتلي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت نن د دې خبر په خپرولو سره وویل، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زیرمو په اړه خبرې وکړې. د سرچينې په وينا، په دې ناسته کې ايراني پانګوالو د اوسپنې له کانونو سره خپله لېوالتيا څرګنده کړه. باید وویل شي، چې د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې له یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د کانونو په برخه کې ډېر قراردادونه لاسلیک کړي دي.