تحلیل سیاسی 14 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

له افغانستان څخه د اتباعو د مهاجرت د لوړیدو په اړه اندیښنې

د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان لرې او نږدې هېوادونو ته کډوال شوي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې، ۸۵ سلنه افغان کډوال ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته تللي او نږدې یو میلیون نور اروپايي هېوادونو ته تللي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، ډېری افغان اتباع د پاسپورټونو او ویزو په ترلاسه کولو کې د ستونزو له امله په ناقانونه توګه کډوالېږي. دغه سازمان په خپل هېواد کې د کار او روزګار نشتوالی د افغانانو د مهاجرت اصلي لامل بولي. سرچینې زیاته کړه چې افغان مهاجرین باید پیسې په پور واخلي یا د خپلې کورنۍ قیمتي شیان وپلوري ترڅو د سفر لګښتونه پوره کړي. دا یو احساساتي کړکیچ دی. تېره میاشت د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو چې یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر کسان له افغانستانه وتلي دي. راپورونه ښیي چې له افغانستان څخه د مهاجرت ډیری برخه اقتصادي بنسټ لري او خلک له سختې بې وزلۍ او لوږې څخه د خلاصون لپاره مهاجرت کوي. البته، دا هم باید په پام کې ونیول شي چې په وروستیو کلونو کې له افغانستان څخه د مهاجرت مسله د حجم او اندازې له مخې بې ساري ده. ۸ میلیونه وګړي کومه وړه شمېره نه ده او دا د ډېرو هېوادونو له نفوسو څخه ډېره ده. د افغانستان مبهم وضعیت ته په کتو، دا ډول څپې په یقین سره یوه ژوره سیمه ییزه او نړیواله ستونزه ده او که په اصل کې د دغه کړکېچ د حل لپاره اقدامات او د حل لارې چارې و نه نیول شی، د دغه بهیر منفی اغېزې به په هېواد کې دننه او بهر دوام وکړی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *