خبرونه 15 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د بنګله دېش لومړی وزیر له استعفا وروسته هندوستان ته وتښتېد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د راشاتودي په وینا، د بنګله دیش محلي رسنیو د عکسونو په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه هېواد لومړۍ وزیر شیخ حسینه خپله استعفا اعلان کړه او په چورلکه کې هندوستان ته وتښتېده. څو ساعته مخکې د فرانسې خبري آژانس د طبي او امنیتي سرچینو په حواله اعلان وکړ چی وروسته له هغه چې د یکشنبې په ورځ ۹۴ کسان ووژل شول، چې د حکومت ضد مظاهرو په وروستیو اونیو کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه، په بنګله دېش کې په شخړو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۳۰۰ ته رسېدلی دی. د بنګله دېش د پوځ قوماندان په یوه کنفرانس کې د شیخ حسینه استعفا تایید کړه: موږ د موقت حکومت د جوړولو لپاره خبرې کوو، زه له خلکو غواړم چې پر پوځ باور وکړي. موږ به د موقت حکومت د جوړولو لپاره له ولسمشر سره ووینو. موږ به د ورځې په اوږدو کې بحران ته د حل لاره ولټوو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *