د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو اداره وايي چې تېره میاشت په کابل کې شاوخوا ۱۴ زره د زوکړې کارتونه وېشل شوي دي.
دمعمار پرس د خبر له مخې: دا خبره د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو ادارې اعلان کړې ده چی د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې په استازیتوب د روان هجري لمریز کال د سرطان په میاشت کې ۱۳۸۶۰ تنو ته د زیږون کارتونه وېشلي دي. تېره میاشت په کابل ښار کې دغې ادارې ۴ زره ۶۲۱ هېوادوالو ته د تذکرو د وېش، د کاغذي تذکرې د لغوه کولو، ۷ زره ۸۴۷ کسانو ته د کاغذي تذکرې د تایید او ۳ زره ۳۲ نورو ته د انلاین تذکرې خدمتونه وړاندې کړل. د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د سرطان په میاشت کې ۱۰۹۳۰ تنو هېوادوالو ته د کاغذي تذکرو د اصلاح په برخه کې خدمات وړاندې کړي دي.