خبرونه 08 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

چین: د آسه‌آن غړي هېوادونه باید د امریکا او ناټو د مداخلو پر وړاندې مقاومت وکړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په لاوس کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې (آسه‌آن) د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې وويل: امریکا د چین په جنوبي سمندر کې د مداخلې حق نه لري. د «ساوت چاینا مارنینګ پوسټ» ورځپاڼه لیکي، د دغه لوړ پوړي چینايي ډیپلوماټ څرګندونو ته اشاره شوې ده چی د چین او فیلیپین ترمنځ سمندري تاوتریخوالی زیات شوی، د سویل ختیځ آسیا هیوادونو د ټولنې بنسټ ایښودونکی غړی او په آسیا کې د امریکا ترټولو پخوانی تړون متحدین دي. د آسه‌آن د بهرنیو چارو وزیرانو له درې ورځنۍ غونډې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، چې څارونکي یې په بلاک کې “ژور اختلافات” څرګندوي. هغه د آسه‌آن د سیمه ایزې ټولنې په غونډه کښې چې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په شمول د ۲۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کښې ګډون درلود ټینګار وکړ: “د متحده ایالاتو په مشرۍ د هند – پاسیفیک ستراتیژي امنیتي ستونزې لاپسې زیاتوي او په سیمه کې د سولې او سوکالۍ لپاره د اوږدمهاله امکاناتو سره په ټکر کې دي.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *