خبرونه 02 اسد 1403 - 3 میاشتی پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د امریکا سفارت شارژدافیر: د طالبانو په وړاندې د نړیوالې ټولنې دریځ نه دی بدل شوی

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر د دوشنبې په ورځ د اسد د لومړۍ نیټې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: نړیوالې ټولنې په دوحه کې په درېیمه ناسته کې د افغانانو له حقونو دفاع وکړه او له دې غونډې وروسته یې هم د طالبانو پر وړاندې له خپل دریځ نه شاته شوې ده. کیرن ډیکر وویل، طالبان لویې غوښتنې لري لکه د خپل حکومت په رسمیت پیژندل، د بندیزونو لرې کول او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو خلاصول، خو نړیواله ټولنه دغو غوښتنو ته هیڅ مثبت ځواب نه ورکوي. نوموړي وویل، چې ټولو استازو په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو سفیرانو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو، روڼتیا او د بشري حقونو پر تامین ټینګار وکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *