تحلیل سیاسی 31 سرطان 1403 - 3 میاشتی پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

له افغانستان څخه د امریکا د غیر مسوولانه وتلو پایلې

ټرمپ پر جوبایډن نیوکه وکړه چې د بګرام اډې یې له افغانستانه ایستلې او د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسلې یې افغانستان ته پرېښودې.

نوموړي ویلي، چې بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې پرېښودې، چې پر طالبانو یې پلوري.

ټرمپ زیاته کړه، چې امریکا نه یوازې دا وسلې پرېښودې، بلکې د بګرام هوايي اډه یې هم خالي کړه، چې د ده په وینا اوس چین ترې کار اخلي.

نوموړي د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «شرمناک» بللی او ویلي یې دي، چې له پلان سره سم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل نه دي شوي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د هغو راپورونو په غبرګون کې ويلي، چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د وسلو د قاچاق او پلورلو خبر ورکوي او وایی چی له افغانستان څخه د وسلو پلور او قاچاق بې بنسټه ادعا ده او پاتې ټول تجهیزات د افغانستان ملکیت دی.

نوموړي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د هوکړې د تایید پرمهال وویل، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اصلي لامل د اشغال پر وړاندې د افغانانو شل کلنه مبارزه وه.

د دوحې د تړون په لاسلیکولو او له افغانستان څخه په عاجل ډول وتلو سره، د بایډن ادارې د جمهوریت سقوط ته لاره هواره کړه.

د افغانستان اوسنی وضعیت چې له خلکو او نړۍ سره یې هر ډول تعامل ټکنی کړی، د امریکایی چارواکو د غیر مسوولانه سیاستونو محصول دی او باید په دې برخه کې له دوی سره حساب کتاب وشي.

له افغانستانه د امریکا ناڅاپه وتلو افغانستان له یوه بحران سره مخ کړ، چې پایلې به یې د ډېرو کلونو لپاره د افغانستان پر خلکو اغېز وکړي او پړه به یې د امریکايي چارواکو په غاړه وي.

د امریکا په ملاتړ د جمهوریت انحصار بل هغه عامل دی چې په افغانستان کې د کړکیچ د رامنځته کیدو لامل شوی دی.

له پیله دا څرګنده وه، چې امریکا په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره کمپاین نه دی کړی، بلکې د دې کار موخه د افغانستان پر جغرافیه تسلط او د افغانستان د شتمنو زېرمو لوټ کول وو.

خو امریکا مجبوره شوه چې له افغانستان څخه د وتلو پریکړه وکړي او د ملیونونو ډالرو په ارزښت وسلې پریږدي چې د امریکا ناکامي بلل کیږي.

نن ورځ په افغانستان کې وضعیت داسې دی چې د حکومتدارۍ، امنیت، د ښځو د حقونو، د توکمونو او مذهبونو د وضعیت په برخه کې لویې ننګونې شتون لري چې د امریکا پر غاړه دی.

که څه هم دا خنډونه د طالبانو له خوا وضع شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *