د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ټاپي پروژې د قانوني ستونزو له حل وروسته به په افغانستان کې د دې پروژې عملي کار بیا پیل شي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، افغانستان او ترکمنستان هڅه کوي چې د دې پروژې حقوقي ستونزې په بشپړ ډول حل کړي. د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي د تېرې چهارشنبې په ورځ (د سرطان په ٢٠مه) په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عبادي سره وکتل او د ټاپي پروژې د ستونزو د حل په اړه يې ورسره خبرې وکړې.