د طالبانو د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر وايي، د دې ډلې حکومت په هېواد کې د بهرنیو پانګوالو د جلب او جذب لپاره زمینه برابره کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په خپل دفتر کې له روسي پانګوالو سره په کتنه کې وویل چې د اوسني حکومت په هیواد کې د بهرنیو پانګوالو د جذبولو لپاره زمینه برابره کړې ده. د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې د طالبانو د بېرته واک ته رسېدو سره د دې ډلې حکومت له يو شمېر کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره د کانونو د استخراج لوى تړونونه لاسليک کړي دي. د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د هېواد د مالي بودیجې ډېره برخه د کانونو له عوایدو برابرېږي.