د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر وايي، د دې ډلې حکومت هڅه کوي چې په هېواد کې کورنیو او نړیوالو پانګوالو ته د کار زمینه برابره کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د اسماري ګروپ له مشر مصطفی ذاکر سره په لیدنه کې وویل چی د دې ډلې حکومت “هڅه کوي چې د ملي او نړیوالو پانګوالو لپاره ښه فرصتونه اسانه کړي.” د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل، حکومت په افغانستان کې په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې د پانګونې هرکلی کوي.