افغانستان 10 جوزا 1403 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست او د قطر د کار وزیر ترمنځ خبرې

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري قطر ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د دغه هېواد د کار له وزير ډاکټر علي بن صميخ العمري سره وليدل او خبرې يې ورسره وکړې. په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو ګټو، د کار او ټولنيزو چارو په برخه کې د دوه اړخيزو اړيکو، په قطر کې د مېشتو افغان کارګرانو پر ستونزو او دغه هېواد ته د مسلکي او نيمه مسلکي افغان کارګرانو د قانوني لېږلو په اړه خبرې وکړې. په دې کتنه کې ملا عبدالمنان عمري په قطر کې د افغان کارګرانو د ستونزو د هواري لپاره د طالبانو پر ژمنې ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه. د قطر د کار وزیر ډاکټر علي بن صمیخ العمري هم له افغانستان سره د کارموندنې په برخه کې همکارۍ ته چمتووالی وښود.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *