خبرونه 25 ثور 1403 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د ارشاد وزیر د فلسطین لپاره د اسلامي امت د پرېکنده ملاتړ غوښتنه وکړه

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د خبرپاڼې په حواله: د دې ډلې د حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي نړۍ د عالمانو په مشورتي غونډه کې وویل: “مسجد الاقصی نه یوازې په فلسطین پورې اړه لري، بلکې د ټول اسلامي امت پورې اړه لري.” ښاغلي ثاقب زیاته کړه: مسجد الاقصی نه یوازې په فلسطین پورې اړه لري، بلکې د ټول اسلامي امت پورې اړه لري او د مسجد الاقصی تاریخ د پیغمبرانو تاریخ دی، له آدم علیه السلام څخه نیولې بیا تر اخری پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم پورې او زموږ پیغمبر له همدی سپېڅلی ځای څخه اسمان ته پورته شوی دی. هغه وویل: نن د فلسطین په مظلومو خلکو وحشیانه حملې کیږی او هره ورځ په سلګونو مسلمانان چې پکښې ماشومان او ښځې هم شاملې دی په هغه هیواد کښې شهیدان کیږی. د طالبانو چارواکو له دې مخکې هم په فلسطین او غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه غندلی دی او د فلسطین د خلکو په ملاتړ یې ټینګار کړی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *