افغانستان 23 ثور 1403 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د تورو شیشو موټرو د پاکولو پروګرام پیل شو

د معمار پرس د خبر له مخې، په پنجشیر ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چی دغه پروګرام د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د مديريت له خوا پيل شوى دى. په پنجشېر کې د طالبانو د والي وياند سيف الدين لټون دغه څرګندونې کړې دي چی دغه پروګرام د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله په حکم پیل شوی و. هغه زیاته کړه، له دې وروسته تور شیشې، سټېکرونه او الارم لرونکي اماراتي او شخصي موټرونه په پنجشیر کې د ګرځېدو حق نه لري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي. ځايي سرچينې زياتوي، چې د دغه پروګرام په پلي کېدو سره اوس هم په پنجشېر کې بې جوازه وسلې راټولېږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *