افغانستان 22 حوت 1402 - 6 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبان په خپلو حکمونو پر افغان ښځو او نجونو ظلم کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دوشنبې په ورځ (د حوت په ۲۱ مه) د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت په اړه د کمیسیون په ۶۸مه غونډه کې وویل: په افغانستان کې طالبانو د نجونو او ښځو پر وړاندې تر ۵۰ ډېر حکمونه صادر کړي دي. د ملګرو ملتو سرمنشي په دوام وویل چې د طالبانو دغه حکمونه په افغان نجونو او ښځو ظلم کوي. هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاته کړه: په ټوله نړۍ کې جګړې او کړکېچونه مخ په زیاتېدو دي او پر ښځو او نجونو یې ناوړه اغېزې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې دوو کلونو کې د هېواد پر نجونو او ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *