د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سویس د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد په پام کې لري چې په راتلونکي دوبي کې په کابل کې خپل د بشري مرستو دفتر بیا پرانیزي. د سویس رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې د سویس د بشري مرستو د څانګې څلور غړي په کابل کې کار وکړي. د سویس رسنیو سویس اینفو د یکشنبې په ورځ (د جدي ۱۷مه) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړ چې په کابل کې د دغه هېواد حضور د وضعیت په ښه پوهېدو کې مرسته کوي. د دې رسنیو د راپور له مخې، په کابل کې د سویس دغه دفتر به قونسلګري خدمات نه وړاندې کوي.