پاکستاني سرچينې وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه هېواد کې ترهګريز بريدونه زيات شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د ۲۰۲۲ کال په پرتله سږ کال ترهګریز بریدونه زیات شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو ١١ مياشتو کې په ٥٩٩ چاودنو او وسله والو بريدونو کې د سرتېرو په ګډون ٨٩٧ کسان وژل شوي او ١٢٤١ نور ټپيان شوي دي. راپور زیاتوي چې یوازې د روان کال په نومبر میاشت کې په پاکستان کې د ۶۳ ترهګریزو بریدونو په پایله کې ۳۷ پاکستاني پوځیان او ۳۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.