په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د یو کال په تېرېدو سره یو ځل بیا یو شمېر فعالې او مظاهرې کوونکې ښځې واټونو ته راووتې خو د طالبانو له خوا له هوايي ډزو سره مخامخ شوې.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغو مېرمنو چې نن (شنبه، د اسد ۲۲) یې د کابل په مرکز کې مظاهره وکړه، د “کار، ډوډۍ او تعلیم” او “عدالت عدالت، ستړي یو له جهالت” شعارونه ورکول.
اعتراض کوونکې مېرمنې وايي، چې د خپلو پخوانیو مظاهرو په دوام دا ځل بیا د طالبانو له خوا د «بې عدالتۍ او جنایاتو» او د ښځو د زنداني کېدو پر ضد لاریون کوي.
طالبانو په هوايي ډزو سره د ښځو مظاهرې وځپلې او د ځينو ښځو موبايلونه يې مات کړل.