د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په راتلونکي ژمي کې د افغانستان په غرنیو سیمو کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ (د عقرب ۲۱مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې ژمی را روان دی او افغانستان انتظار نه شي کولای. د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه چې د سخت ژمي رارسیدو ته یوازې څو اونۍ پاتې دي چې له امله به یې په غرنیو او واورو پوښل شویو سیمو کې د خلکو پر مخ ټولې لارې وتړل شي.