افغانستان 16 عقرب 1402 - 11 میاشتی پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مجاهد: په افغانستان کې ثبات د ګاونډیانو مثبت چلند ته اړتیا لري

د طالبانو وياند د ازبکستان د ولسمشر د څرګندونو په هرکلي سره په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت لپاره له ګاونډيو هېوادونو سره پياوړې اړيکې ضروري وبللې.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د سولې او ثبات د اهمیت په اړه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف د خبرو هرکلی کړی او په افغانستان کې یې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه بللې ده. مجاهد ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګاونډیو هېوادونو او د افغانستان د حکومت تر منځ پیاوړې ډیپلوماټیکې اړیکې اړینې دي. د طالبانو ویاند طلوع نیوز ته ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید د اوسني ثبات په ساتلو کې له افغانستان سره مرسته وکړي او په دې برخه کې همکاري وکړي، څو له هر ډول ستونزو څخه مخنوي وشي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *