د افغانستان په سوېل کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار-ارزګان لویه لاره به په اساسي ډول جوړ شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د کندهار له ارغنداب څخه د اروزګان تر دهراوود پورې دغه لویه لاره ۲۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ټاکل شوې چې د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت به جوړه شي. د افغانستان د جنوب لوېديځ زون د پرمختيايي پروژو مسوول انجنير خوشيوال وويل چې دغه لويه لاره به د څلورو کلونو په موده کې په اساسي او نړيوالو معيارونو برابره جوړه شي.