د یوناما د مرکزي دفتر مشر د کابل له والي سره په کتنه کې د افغانستان د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د بېلابېلو پراختیايي پروژو د بیا پیل اعلان وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د یوناما د مرکزي دفتر مشر انیټ لیت د کابل له والي محمد قاسم خالد سره په کتنه کې په افغانستان کې د دغه سازمان نوي فعالیتونه اعلان کړل او وویل چی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) غواړي د کابل په ځینو برخو کې بېلابېلې پروژې پلې کړي. د کابل والي د دغو پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه: د کابل ښار اوسیدونکي د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او له دغه بنسټ څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.