پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د حکم په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان ستونزې له افغانستان او افغان کډوالو سره تړاو نه لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جمعې په ورځ (د میزان ۱۴ مه) پخواني ولسمشر حامد کرزي په X ټولنیزه شبکه کې په یوه پوسټ کې لیکلي: “له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند نامناسب او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو خلاف دی.” هغه زیاته کړه، دا چلند په تېرو څلوېښتو کلونو کې د پاکستان د خلکو له مېلمه پالنې سره په تضاد کې دی او د افغان کډوالو شتون دغه هېواد ته اقتصادي او ټولنیزې ګټې رسوي.