خبرونه 13 میزان 1402 - 12 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران د مهاجرت ملي ادارې مشر: افغان مهاجرینو تر اوسه زموږ لپاره کومه امنیتي ستونزه نه ده لرلې

د ایران د مهاجرت د ملي ادارې مشر عبدالله مبیني د چهارشنبې په ورځ د میزان په ۱۲ مه له ایرنا خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې افغان اتباعو تر اوسه په ایران کې کومه امنیتي ستونزه نه ده لرلې.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د مهاجرت د ملي ادارې مشر زیاته کړه: «یو له هغو موضوعاتو څخه چې رسنیو یې په اړه بحث کوي د اتباعو پروژه ده، په داسې حال کې چې افغان مهاجرین موږ ته امنیتي خطر نه پېښوي.» عبدالله مبیني وویل، ایران له افغان کډوالو سره کومه ستونزه نه لري او دوی تر اوسه د ایران لپاره کومه امنیتي ستونزه نه ده رامنځته کړې. هغه د افغانستان شرایط “ځانګړي شرایط” وبلل او ویې ویل چې دا هېواد به یوه ورځ ثبات ته ورسېږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *