د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د چهارشنبې په ورځ د میزان ۱۲ مه په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر له مشرې روزا اتنبایوا سره وکتل
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ستانکزي دغه څرګندونې کړې دي چی په ځینو برخو کې د نظر له اختلاف سره سره پکار ده چې د ګډ کار کولو لپاره پر ګډو مسایلو خبرې وشي او افغانستان ته د ملګرو ملتونو په ګډون په بېلابېلو نړیوالو غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي.