د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې یې شاوخوا ۲۰۰ جادوګر نیولي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دوسله والو طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت وياند عاکف مهاجر وايي دغه کسان په بيلابيلو ولايتونو کې نيول شوي دي. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وياند وايي، چې په ولايتونو کې د جادوګرو د نيولو شمېر تر سلو ډېر دى او يواځې په کابل ښار کې تر اوسه ٦٧ جادوګر نيول شوي دي.