روسیې اعلان وکړ چې د "فارمت مسکو" په غونډه کې چې ټاکل شوې سبا په کازان کې جوړه شي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به یوازې "میلمه" وي، نه "ګډون کوونکي".
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له «RTVI» خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو خبرې وشي او د طالبانو په رسمیت پېژندلو په باره به بحث نهشي. هغه زیاته کړه چې په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د «مېلمه» په توګه شتون په دې مانا چې دی به په پرېکړو کې برخه نه اخلي.