په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي د پنجشنبې په ورځ (د سنبلې ۳۰ مه) د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سرپرست مولوي نور محمد ثاقب سره په کتنه کې وویل چې ایران د افغان مخالفانو لپاره خوندي ځای نه دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایرنا په وینا؛ په کابل کې د ايران د سفير مرستيال مرتضوي په دې کتنه کې وويل چې د ايران اسلامي جمهوريت تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دى او د دغه هېواد له حکومت او خلکو څخه ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، ایران به هېڅکله د افغانستان مخالفینو ته اجازه ورنکړي، چې د دغه هېواد له خاورې څخه د تروریستي فعالیتونو لپاره کار واخلي.