افغانستان 20 سنبله 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: د رسنیو ازادي د طالبانو د قانون او ملي ګټو په چوکاټ کې د منلو وړ ده

 

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي د یکشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۹ مه په افغانستان کې د رسنیو د سانسور او ځپلو په اړه د نړیوالو سازمانونو د نیوکو په ځواب کې وویل چې د طالبانو په رژیم کې رسنۍ ازادې دي.

 

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې دوی د رسنیو ازادي یوازې د [طالبانو] اسلامي نظام او ملي ګټو په چوکاټ کې مني.

 

د سرطان په ١٤مه، د خبريالانو نړيوال فډریشن د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبريالانو ځورونه وغندله او د رسنيو د ټولو نيول شويو کارکوونکو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه يې وکړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *