افغانستان 09 اسد 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د هرات د امر بالمعروف ریاست یو شمېر دولتي مامورین د ږیرې نه لرلو په تور بندیان کړل

په هرات کې د دولتي ادارو کارکوونکي وايي، د سرپرست حکومت د امر بالمعروف یو شمېر دولتي کارکوونکي د ږیرې نه لرلو په تور محاکمه او بندي کړي دي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرچينې په وينا، د دولتي ادارو يو شمېر کارکوونکي د يکشنبې په ورځ (د اسد په اوومه) د امر بالمعروف ادارې ته غوښتل شوي و. یوې سرچینې څرګنده کړې، چې د طالبانو د امر بالمعروف اداره هغه کارکوونکي چې ږیرې یې نه درلودې په ساعتونو په کانټینر کې بندیان کړي او یو شمېر نور یې د دې ډلې محکمې ته معرفې کړي دي. د دې سرچینې په وینا، طالبانو د امر بالمعروف اداره د ځینو دولتي کارکوونکو څخه د ږیرې د ساتلو ژمنه اخیستې ده. سرچينه زياتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې ټولو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې که څوک د ږيرې نه لرلو له امله د دغې ډلې محکمې ته حاضر شي، له يوې تر درېيو مياشتو پورې به په بند محکوم شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *