د کابل ولایت محمد قاسم خالد د دغې ډلې له اداري مرستیال سره وکتل او وویل چی د حسینی (ع) د عزادارانو امنیت په ښه توګه برابر شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د والي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چی امنیتي ځواکونه د څلورویشتو ساعتونو په هڅو سره توانیدلي چې د پلازمینې ښاریانو ته امنیت او سوله راولي او د کابل ښار او ولسوالیو په بشپړ امنیت کې دي. مولوي عبدالسلام حنفي هم د محرم الحرام د ماتم د مراسمو پر امنیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چی د سرپرست حکومت مجاهدین به د جوماتونو او شیعه ګانو د امنیت د تامین لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.